فرهنګ

په نهر شاهي کې کتابتون جوړ شو .

-کابل باختر دزمري اتلسمه :
  له يوزرو څلور سوه ټوکو کتابونو سره نن دبلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې يوکتابتون پرانستل شو .
  دبلخ ولايت  دعامه کتابتونونو آمر باختراژانس ته وويل چې دغه کتابتون دافغانستان ملي مشارکت موسسې  په مرسته جوړ شوى دى او په بيلابيلو عنوانونو سره يوزرو څلور سوه ټوکه کتابونه پکې شته .
دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دفرهنګ او هنر آمر ذبيح الله اريايي وايي چې ددغه کتابتون پرانستل دکتاب لوستلو  فرهنګ درواجولو ،  دعلم او پوهې دبډاينې  او زده کوونکو  ، محصلانو او دعامو خلکو دپوهې دکچې دلوړولو لپاره ځانګړي ارزښت لري .     ختم-  سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته