امنیت

طالبانو په پکتيا ولايت کې ښوونځي تړلي دي .

کابل باختر دزمري  اتمه

  ددولت وسله والو مخالفينو په پکتيا ولايت کې نهه ښوونځي تړلي دي .

 دپکتيا ولايت دپوهنې رييس انجنير محراب الدين شفق  ددې  خبرپه تاييدولو سره باختر اژانس ته وويل  دغه ښوونځي دګردي څيړي  په ولسوالۍ کې ددولت دوسله والو  مخالفينو له خوا تړل شوي دي او دښوونځيو  زده کوونکو اوښوونکو ته خبر داري ورکړ شوي دي که چيري ښوونځيو ته لاړ شي وبه وژل شي .

 دپکتيا دپوهنې رييس وايي ددغه ولايت په ځينو برخوکې دنا امنيو له امله دزده کوونکو څلور نيم مياشتني ازموينه هم نه ده اخستل  شوې .

 ده وويل هڅه کوي  چې دقومي مشرانو او ددين عالمانو په همکارۍ ښوونځي بيا پرانستل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته