فرهنګ

حسينې ساپۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ورځې پر پرتمينې نمانځنې ټينګار وکړ

کابل/د ليندۍ ٤مه/باختر
د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په کمپاين کې د فعالې ونډې اخيستنې او نمانځنې په موخه، پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ ناسته وشوه.  
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په ناسته کې حسينې ساپۍ د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په وياړ په ١٦ ورځني کمپاين کې د ونډې اخيستنې په اړوند د وزارت د معينيتونو پروګرامونه واورېدل او د هېواد په مرکز او ولايتونوکې يې د وزارت په مربوطاتوکې د دغې ورځې پر پرتمينې نمانځنې ټينګار وکړ.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته