خبرونهاقتصاد

د سټنډرډ ملي ادارې په نړیوالو بازارونو کې د ډبرو سکرو د اعتبار کچې د لوړولو په موخه غونډه جوړه کړه

 کابل، وږي ۱۱مه، باختر

د ډبرو سکرو په سوداګرۍ کې د اړینو اسانتیاوو د برابرولو او په نړیوالو بازارونو کې د هغو د باور کچې د لوړولو په موخه په سټنډرډ ملي اداره کې غونډه جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې

د غونډې په پیل کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس ملا فیض الله تمیم وویل: موږ شپه ورځ هڅه کوو چې د سوداګرۍ پر وړاندې پراته خنډونه لرې او له ملي سوداګرو سره هر اړخیزه همکاري وکړو.

تمیم زیاته کړه: راځئ یو بل ته لاس ورکړو، د خپلې ټولنې او خلکو ستونزې په ګډه حل کړو او په داسې مسیر حرکت وکړو چې د خلکو، سوداګرو او نظام ګټې په پام کې ونیول شي.

هغه د افغاني توکو او محصولاتو د پیاوړتیا او هغوی ته د نړیوال باور او پاملرنې د جلب لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د پلانونو په یادونې سره، ټینګار وکړ چې د سټنډرډ ملي اداره د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې پر خپل تصمیم ولاړه ده.

وروسته، د سوداګرۍ خونو د صادراتو او پانګونې او پراختیا رئیس میر زمان پوپل په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د هینګ، وچې مېوې او قیمتي ډبرو په برخو کې یې د لابراتوار د پراختیا او د انسا ادارې د اړینو اقداماتو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې، د پوهنتون استادانو د ډبرو د سکرو او د هغو د کانونو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او ویې ویل چې د ډبرو د سکرو په برخه کې د لابراتوار شتون او هغو ته د تصدیق‌پاڼې ورکول یوه اساسي اړتیا ده او باید د ډبرو سکرو د نامنظم استخراج مخه ونیول شي.

د غونډې په دوام، د ډبرو سکرو د کیفیت د تثبیت او هغو ته د کیفي تصدیق‌پاڼو د وېش په برخه کې تیار شوی طرزالعمل د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ د رئیس له خوا له ګډونوالو سره شریک شو او مفصل بحث پرې وشو.

د غونډې په پای کې، د یادې ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد په بېلابېلو برخو کې د کیفیت د کنټرول د تثبیت په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې د پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د ډبرو د سکرو په برخه کې د لابراتوار د جوړولو موخه د سکرو د ارزښت او د نړیوال باور زیاتول دي چې دا د ټولو، په ځانګړې توګه، ملي سوداګرو په ګټه ده.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا