امنیت

په هرات کې دناپيژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې يوه ښځه ټپي شوه

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٣٠ :
يوه ښځه په هرات ولايت کې دناپيژاندووسله والو کسانو په ډزو کې ټپي شوه.
وسله والو کسانو په هرات ښارکې په دغې ښځې چې پخوا دپوليسو ماموره  وه ډزې وکړې.
دهرات  دولايتي شورا غړي ډاکتر حديد له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تائيد کړه. تراوسه پورې ددغې پيښې علت نه دى روښانه شوى.
دهرات ولايت  دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل ؛ چې ددغو ډزو دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته