امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې اووه تنه سيمه ئيز سرګروپان په فارياب ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر د زمري  ديارلسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې  اووه تنه سرګروپان له دريو تنو افرادو سره يې  پرون په فارياب ولايت کې ووژل شول .
د٩ ٢٠ شاهين قول اردو دمطبوعاتو دآمريت مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دغه مخالفان دفارياب ولايت دمرکز او ددولت اباد ولسوالۍ دجرقلعه ، جوقه ، تورپاخ تواو توغرب په کليو کې په هوايي عملياتوکې او له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
جمشيدي زياته کړه چې په دغو پيښو کې دغه ر از اته تنه نور مخالفان ټپيان شول او ددښمن درې ليږدونکې واسطې ويجاړې شوې دي .
ده زياته کړه چې په دغو نښتو کې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته