
کابل، د زمري ۱۰ مه، باختر
د سرې میاشتې عالي ټولنې د قندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې له سېلاو ځپلو سره د بشر دوستانه مرستو د وېشلو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي.
درې ورځې مخکې په سپین بولدک کې د سېلاو له راوتلو وروسته سرې میاشتې د ژغورنې او څېړنې ډلې سیمې ته لېږدولي او له مصیبت ځپلو سره یې د سملاسي مرستو ترڅنګ څه نا څه درې سوه کورنۍ د مرستې مستحقې وبللې.
د قندهار د سرې میاشتې یو مسوول باختر آژانس ته وویل، چې په نږدې راتلونکي کې د سپین بولدک په سیلاو ځپلو د دوی د مرستو د وېشلو بهیر پیلېږي.
ټاکل شوې ده له هرې کورنۍ سره د خوراکي توکو، جامو او د کور د لوازمو مرسته وشي.
ج