نړۍ

شمالي کوريا دوه توغندي د سمندر په لور وتوغول

پيونګ يانګ/ بي بي سي/باختر/ د زمري  ١٩مه
شمالي کوريا دوه توغندي د سمندر په لور توغولي دي چې په وروستيو اوونيوکې د دغه هېواد د توغول شويو توغنديو شمېر پنځو مواردو ته رسوي.
دغه توغونه په جنوبي ايالت هامونګ کې د هامونګ ښار ته له څېرمه ساحې څخه ترسره شوه.
توغندي د جاپان سمندرګي په لور وتوغول شول.
دغه دوه توغندي له هغه وروسته توغول شوي دي چې د امريکا جمهوررييس دونالد ترامپ د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون له لوري د «ډېر ښکلي ليک» د ترلاسه کولو خبر ورکړ.
ترامپ وويل: کيم جونګ اون د امريکا او جنوبي کوريا له وروستي پوځي مانورڅخه ناخوښ دى.
ختم- ف- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته