
کابل، د وږي ۲مه، باختر
د کندهار د سپین بولدک له لارې د تېرې زمري میاشتې له ۲۹ – ۳۱ مې نېټې له پاکستان څخه ۱۴۲ افغان کډوالۍ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.
په کندهار کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست اداري مرستیال مولوي نقیب الله مومن آغا باختر آژانس ته وویل، چې د سپین بولدک له لاري د تېرې زمري میاشتې له ۲۹-۳۱ مې نېټې پورې ۱۴۲ افغان کډوالي کورنۍ چي ټول ټال ۸۱۵ تنه کېږي بېرته هېواد ته راستانه شول.
مومن آغا زیاته کړه، چې په دغو کسانو دغه راز ۱۳ تنه بندیان هم شامل دي، چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو.
د نوموړي په خبره؛ یادي کورنۍ ثبت او د مرستو ترلاسه کولو لپاره یو شمېر موسسو ته وروپېژندل شوې.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د سپین بولدګ له لارې سلګونه کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.