
کابل، د غبرګولي ۱۸مه، باختر
پرون د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه ۸۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
کندهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولینو باختر آژانس ته وويل، چې له دغه کورنۍ سره د راستنېدو سره سم د ملګروملتو د سازمان عالي کمېشنرۍ او کډوالو نړيوال سازمان ته د نغدي او خوراکي توکو د مرستې په موخه ورپېژندل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په له دې لارې سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
لمر