واشنګتن – وى او اى – باختر دسلواغې دمياشتې ١١
دامريکا لويه څارنوالۍ وايي چې دبوستون ښارد دماراتون ځغاستې په لوبې کې د وژونکې بمي بريد تورن جوهر سارنايف ته به د اعدام دسزا غوښتنه وکړي .
دامريکا دعدليې وزير اريک هولدر پرون وويل څارنوالانو ته اجازه ورکړ شوې ده دجوهر سارنايف دمجرم پيژندلو په صورت کې ده ته د اعدام دحکم غوښتنه وکړي.
جوهر سارنايف له خپل ورور تيمورلنګ سره دامريکا په بوستون ښار کې لس مياشتې مخکې د بم ايښودونې د پيښې داصلي تورنو کسانو په توګه معرفي شوى دى.
تيمورلنګ له پوليسو سره د نښتې ه بهير کې ووژل شو خو جوهر سارنايف په داسې حال کې چې ټپي و ، ونيول شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ