امنیت

پوليسو ديو تروريستي بريد مخه ونيوله .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دجوزجان ولايت پوليسو دبي ام – ٤٠ موزاييلو دوه ماينونه چې دفيض اباد په ولسوالۍ  توغولو ته چمتو شوي وو تيره شپه کشف اوضبط  کړل .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى څارمن احمد فريد عزيزي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه ماينونه دوسله والو طالبانو له خوا دفيض اباد ولسوالۍ په نصرت کلي کې دخلکو له نظر څخه لرې  په يوه کنډواله کې توغولو ته چمتو شوي وو چې ددغو موزاييلو په کشفولو او شنډولو سره دتروريستي پيښو مخه  ونيول شوه .
داپه داسې حال کې ده چې دجوزجان پوليسو پنځلس ورځې مخکې په چاوديدونکو توکو بار يو موټرسايکل چې دوسله والو طالبانو له خوا چاودنې ته  چمتو شوى و کشف او شنډ کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته