ټولنه

په تخار کې دښځو په باب غونډۀ جوړه شوه

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٧ :
په ادارو  او دټولنيز ژوندانه په بيلابيلو برخو کې دښځو  دکار په نامه ګډه غونډه په کندزکې ديوناما ددفتر له خوا او دتخار ولايت دښځو دچارو درياست په همکارۍ  نن  جوړه شوه .
دباخترآژانس دخبريال  دخبرله مخې :  په هغې  غونډ ه کې  چې له  همدې امله دتخار ولايت دښځو دچارو  درياست دکنفرانسونوپه تالار کې  جوړه شوې وه  دتخار ولايت مرستيال محمد فريد ذکي په ادارو کې دښځو درول په باب  خبرې وکړې  او ويې ويل ؛  په دولتي  او خصوصي ادارو کې  دښځو  دزياتوالي لپاره  بايد  دادارو دمسوولينو له  خوا پروګرامونه په پام کې  ونيول شي چې زياتې  ښځې  جذب شي  او  دهغوى  له استعداونو څخه دخدمت کولو په لاره کې زياته استفاده وشي .
دغه راز د ادارو مسوولينو په وار سره  په خپلو خبرو کې  د ښځو درول  او په ادارو کې دښځو دفعاليتونو دزياتوالي په لاره کې  دخپلو ترسره شويو کارونو په باب معلومات ورکړل او  ژمنه يې وکړه چې    ښځينه کارکوونکو ته به  د ادارو په  کچه مناسبه کاري فضا او لازم تجهيزات په پام کې ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته