اقتصادTOP

د کندزد سوداګرۍ او پانګونې خونې د هېواد د کنګل شويو پيسو د آزادولو غوښتنه وکړه

کابل / د تلې ٧ مه / باختر:
د کندز د سوداګرۍ او پانګونې خونې د متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې له لورې د افغانستان د کنګل شويو پيسو د آزادولو غوښتنه وکړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې: دغه اعتراضيه غونډه چې په کندز کې جوړه شوه ويناوالو خبردارى ورکړ تر څو پورې چې له مرکزي بانک څخه د دوى پيسې ونه وځي دوى به خپل سوداګريز کاروبار ودروي.
دوى زياته کړه د ملت د شتمنيو په اسارت نيولو سره د هېواد اقتصاد له سقوط سره مخ شوي دي او دا کار به د بېوزلۍ، وزګارتيا، تېښتې او د خلکو د هلاکت سبب شي. د سوداګرو دا انديښنې په داسې وخت کې څرګندېږي چې د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهيسې د افغانستان د خلکو څه ناڅه لس ميليارده شتمنۍ ځنډولې ده.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته