ټولنه

د ښار په پاکوالي او سمسورتیا د هرات د ولایتي شورا د رییس ټینګار

 کابل / باختر/ د کب دمیاشتې ۱۹مه
د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزایي په هغو مراسمو کې چې په عمومي جیل کې د کثافاتو د راټولولو او د نظافت د مراعتولو په مقصد پر ځای شوي و، ګډون وکړ او له کثافاتو څخه د خلاص چاپېریال په ساتنې یې ټینګار وکړ .
په دغو مراسمو کې شل کثافت دانۍ د سره صلیب موسسې له خوا له روغتیایي لوازمو سره یې د هرات جیل د پاکولو په مقصد ورکړ شوي دي.
علیزایي زیاته کړه: نظافت د ایمان جز دی او ټول خلک مکلف دي چې د سمسور او له کثافاتو څخه د پاک چاپېریال د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
پای فرشته /احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته