نړۍ

د نيپال د زلزلې د قربانيانو شمېر اووه زرو تنو ته ورسيد

کتمندو- باختر د ثور دمياشتې ٧ :
  نړيوالو خبرځايونو نن اعلام وکړ چې په نيپال کې د شنبې د زلزلې د قربانيانو شمېر له ٧٠٠٠ زرو تنوڅخه واوښت.
د کورنيو چاور وزارت پرون د دغې زلزلې دقربانيانو شمېر څه د پاسه ٤٣٠٠ تنه اعلام کړى و.
د نيپال خبري منابعو له زلزلې ځپلو سره دمرستې د حالت په  باب په يو رپوټ کې اعلام وکړ چې دبريښنا دبهير له بنديدو او د واټونو، پلونو او د ارتباطي او مخابراتي شبکو د ويجاړيدو په علت دمرستې رسولو کار له ډپ  سره مخامخ شوى دى او لا تراوسه پورې په زياترو لرې پرتو او سختو لارو لرونکو سيمو کې دمرستې رسولو کار په کمزوري  توګه ترسره کيږي .
د رسنيو د خبر له مخې: د زلزلې د سختوالي له امله د کليوالي سيمو په سلوکې څه دپاسه  ٨٠ ودانۍ  او په ښاري سيموکې نږدې ٣٠ ودانۍ ويجاړې شوې دي .
دغه راز ويل کيږي چې ددغې سختې زلزلې له امله څه دپاسه يو مليون تنه بې کوره شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته