خبرونهاقتصاد

د شاهي کانال د دوهم فاز چارې به ژر پیل شي

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

په لغمان کې د شاهي کانال پروژې د دوهم فاز څېړنې د اوبو او انرژۍ له وزارت څخه د راغلي هئیت او دغه ولایت د والي قاري زین العابدین عابد په شتون کې ترسره شوه، چې ژر به یې کارونه پیل شي.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ یاد هئیت چې والي قاري زین العابدین عابد او د سیندیزې حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي یې ملتیا کوله د دوهم فاز په سیمه کې چې زرګونه هکتاره ځمکه په بر کې نیسي وڅېړله.

د دغه هئیت غړي انجنیر مهدي وویل، چې د شاهي کانال د دوهم فاز سروې ترسره شوه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سره به یې د راپور تر شریکولو وروسته عملي چارې پیل شي.

ورته مهال د لغمان اوسېدونکي بیا شاهي کانال د دې ولایت لپاره یوه لویه او ستره حیاتي پروژه ګڼي، او وایي که شاهي کانال جوړ شي د زرګونه هکتاره ځمکې ترڅنګ به زرګونه خلکو ته د کا زمینه هم برابره شي او لغمان به د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ پر یوه سرسبزه سیمه بدله شي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا