کابل باختردکب دمياشتې٢٠ نيټه :
د وسله والو طالبانو له خوا د بودا د ويجاړلو د اوولسمې کاليزې او له بودا سره د يوې شپې شپږم هنري او فرهنګي جشن په مناسبت په باميانو کې غونډه جوړه شوه .
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ د دغې جشنوارې د جوړولو په غونډه کې چې بيلابيلو بنسټونو د يوشمير مسوولينو په ګډون جوړه شوه دباميانو والي محمدطاهر زهير وويل ؛د باميانو سيمه ييزه اداره له دغه شان پروګرامونو سره ځان ژمن بولي او د پخوا په شان د دغه شان پروګرامونو ملاتړ کوي.
دباميانو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست سرپرست سيداحمد حسين احمدپور په دې غونډه کې وويل چې دکب دمياشتې شلمه نېټه د فرهنګي ميراثونو او د تاريخي آبداتو د ساتنې له نړيوالې ورځې سره برابره ده او له بده مرغه چې موږ د بودا د ويجاړولو د اوولسمې کاليزې او د نورو ارزښتناکو تاريخي آثارو د ويجاړولو په درشل کې يو.
په دې غونډه کې د باميانو د پوهنتون استاد محمدرضاابراهيمي وويل ؛ چې د بودا ويجاړول د مدنيت دتفکر په وړاندې د جاهليت د تفکر د تقابل ښکارندوى دى.
ده دغه پروګرامونه د زيان پيژندنې او ټولنې پيژندنې لپاره يو فرصت وباله او زياته يې کړه چې خلکو ته دې پوهاوى ورکړ شي څو د ميراثي فرهنګونو د پيژندنې او ساتنې فرهنګ بنسټيز شي. پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل