سیاست

داسترالياصدراعظمه : ترټاکلي مودې پورې په افغانستان کې زموږ شتون حتمي دى.

داسترالياصدراعظمه : ترټاکلي مودې پورې په افغانستان کې زمو

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٠ :

داستراليا صدراعظمې په دې ترڅ کې چې په افغانستان کې په دوو جلاجلا پيښو کې دخپل هيواد دپنځو تنو عسکرو وژل کيدل يې داسترالياخلکو ته ويرجن وباله  په افغانستان کې دخپل هيواد د شتون پردوام باندې ټينګاروکړ.

دميرمن جوليانا څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې ددغه هيواد پنځه تنه عسکر دافغانستان په جنوب کې په دوو جلاجلاپيښو کې ووژل شول.

داستراليا درې تنه عسکر په داسې حال کې چې په ارزګان ولايت کې په خپل قرارګاه ويده وو دهغه سړى له خوا ورباندې بريد وشو چې افغان پوځي جامې يې په تن کې وې،  اودوه تنه نور عسکر په هلمند ولايت کې ديوې هوايي پيښې له امله ووژل شول.

داستراليا صدراعظمې ددغودوو پيښو په غبرګون کې وويل چې ددغو عسکرو خاطرې به  چې له خپل هيواد څخه لري  يې خدمت کاوه هيرنه شي .

 دې په دې ترڅ کې چې ددغوعسکرو وژل کيدل يې داستراليائيانو لپاره غمجنې پيښې وبللې خوټينګاريې وکړ چې له افغانستان څخه له ټاکلې مودې څخه مخکي وتل دکار په لارښود  کې نشته  .

دې وويل : که چيرې موږ له وخت څخه مخکې دوتلو تصميم ونيسو  په حقيقت کې  ددغو عسکرو له وينو اومړانې سره مو جفاکړې ده .

دې وويل : چې استراليايي عسکر به ترټاکلي مودې پورې په افغانستان کې پاتې شي .

استراليا په افغانستان کې څه ناڅه يو زرو پنځه سوه تنه عسکر لري چې زياته برخه يې په ارزګان ولايت کې ځاى پرځاى دي او تراوسه پورې ددغه هېواد اته ديرش تنه عسکر په افغانستان کې په جلاجلاپيښو کې وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته