سیاست

د هېواد اجراييه رييس د هند د صدر اعظم له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون د هند د صدراعظم له ځانګړي استازي او په بهرنيو چاروکې د دغه هېواد د دولت له وزير مبشر جواد اکبر سره په بروکسل کې په خپل استوګنځي کې وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د هېواد اجراييه رييس په بېلابېلو برخو او په تېره بيا په بنسټيزو برخوکې له افغانستان سره د هند د همکاريو له امله مننه وکړه او په نړيوالو غونډو او په تېره بيا د بروکسل په غونډه کې له افغانستان سره د هند د شتون او همکاريو له امله قدرداني وکړه .
اکبر په خپلو خبروکې په سيمه کې د سولې او ثبات پرخلاف د ګډو ګواښونو يادونه وکړه او په افغانستان کې يې سوله او ثبات په سيمه کې د سولې،ثبات او اقتصادي سوکالۍ محور وباله. له همدې امله اکبر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د دوام يادونه وکړه او د سيمې او نړيوالو غونډوکې سولې ته د رسيدو او له تروريزم سره د مبارزې په تګلوري کې له افغانستان سره د خپل هېواد ژمنه څرګنده کړه.
په دې غونډه کې دغه راز د سيمه ييزو اړيکو، په افغانستان او سيمه کې د وروستيو بدلونونونو، د پانګونې د زمينو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د زياتو همکاريو په باب خبرې اترې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته