
کابل، دغبرګولي٢٠مه، باختر
د جوزجان د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د غلام سرور شهید په لېسه کې د څښاک د پاکو اوبو يوه زيرمه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د جوزجان ولايت د پوهنې رياست مالي او اداري آمر شفيق الله متوکل د باختر آژانس خبريال ته وويل، دغه زيرمه د زرو امريکايي ډالرو په لګښت د سيد محسن محبوب خيريه بنسټ په مالي مرسته جوړه شوې ده .
د هغه په وينا، د اوبو د دې زېرمې په پرانيستلو سره درې زره زده کوونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړ.
\ ذ