
کابل، د غوايي، ۱۱مه، باختر
د شبرغان د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې تېره میاشت یې ۸ ملیونه ۳۸۳ زره ۷۱۹ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزنې ته سپارلي دي.
د شبرغان ښاروال مولوي حبیب الله قانع د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه عواید د نوي کال په وري میاشت کې د پلان له مخې د کورونو او ساختمانونو د صفايۍ، ښاري وسایطو، دوکانونو او اعلاناتو د لوحو او د ځمکې د خرڅلاوو له درکه ترلاسه شوي دي.
جهانیار