سیاست

جمهوررئيس غني واليانو ته په خطاب کې: سوله او امنيت لومړيتوب کې ونيسئ او د انکشافي پلانونو پر تطبيق مو تمرکز زيات کړئ

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٨ نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني له واليانو سره د ليدنو او کتنو په لړ کې پرون ماښام د هلمند، قندهار، روزګان، فراه، هرات، لغمان، نورستان، کونړ، پکتيکا، نيمروز، بادغيس، غور، دايکندي او ننګرهار ولايتونو واليانو سره وکتل. دجمهوررئيس د وياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خپر ورکړ : دغو واليانو د يادو ولايتونو د عمومي وضعيت تر څنګ د ولسواليو د اداري واحدونو په اړه هم جمهوررئيس ته راپور ورکړ. هغوی د خپلو لاسته راوړنو ترڅنګ په دغو ولايتونو کې د ستونزو، ننګونو، اړتياوو همدارنګه د امنيتي وضعيت د ښه والي او د زيربنايي پروژو د تطبيق په خاطر د خپلو پلانونو او تازه برنامو په هکله معلومات وړاندې کړل. د هېواد جمهور رئيس د دغو ولايتونو د واليانو له راپور اورېدو وروسته په دغو ولايتونو کې د مثبتو فعاليتونو قدرداني وکړه او هغوی ته يې لارښوونه وکړه چې د ښې حکومتولۍ په خاطر دې د بېلابېلو اقشارو او ديني عالمانو سره په ګډه هڅې وکړي. د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس د هلمند، کندهار، روزګان، فراه، هرات، لغمان، نورستان، کونړ، پکتيکا، نيمروز، بادغيس، غور، دايکنډي او ننګرهار ولايت واليانو ته لارښوونه وکړه چې د امنيت او سولې بحث دې په خپلولومړيتوبونوکې ونيسي اوپه عين حال کې دې پرانکشافي او عمراني چارو تمرکز زيات کړي. پاى ذ کرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته