خبرونهامنیت

په ننګرهار کې يو شمير سپکې او درندې وسلې کشف شوې دي

کابل، د غوايي ۱۰ مه، باختر

په ننګرهار کې د پوځي عملياتو په بهيرکې یو شمېر سپکې او درندې وسلې کشف او ظبط شوې دي.

دغه وسلې د وروستيو لسو وروځو په بهير کې  د دور بابا، دره نور، پچيراوګام، سره رود او د مهمند درې  له ولسواليو څخه د ننګرهار د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ترلاسه شوې دي.

د ننګرهار د استخباراتو يوې سرچېنې باختراژانس ته وويل: دوى بريالي شوي چې  په دغو عملياتو کې په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه کړي.

په دغو وسلو او مهماتو کې د توغندي ويشتونکي، دهاوان ماينونه، کلاشينکوفونه، تومانچې او يوشمير پوځي تجيهزات شته. په دې اړوند يو تن هم نيول شوى دى.

د ننګرهار د استخباراتو مسوولين وايي چې د خلکو د امنيت د تامينولو لپاره  له غيرمسوولو وسله والو کسانو او د داعش له  افرادو څخه د وسلو راټولولو لپاره هڅې کوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته