ورزش

په کابل کې دنجونو دفوټسال سياليو دوام وکړ .

کابل باختر دکب پنځلسمه :
په کابل کې  دنجونو دفوټسال  سيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام مومي .
دفوټبال فدراسيون دخپرونو غړي شمس اميني دباختراژانس خبريال ته وويل :په دې پړاو کې دميهن ټيم داسمايي له ټيم سره اودعدالت ټيم دآشيانې له ټيم سره لوبې کوي .
دامينې دڅرګندونوله مخې:  دنجونو دفوټسال  سيالۍ دښځو دنړيوالې ورځې دمارچ داتمې نيټې په مناسبت داتو ټيمونو په ګډون دفوټبال فدراسيون په لوبغالي کې پيل شوې دي او په پرونيو لوبو کې دتوانا او داطلس  ټيمونه  په خپلو سيالانو بريالي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته