ټولنه

د روشنايي غورځنګ : خپلو حقوقو ته تر رسيدو پورې مظاهرو او تحصن ته دوام ورکوو.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢
د روشنايي  غورځنګ دپنځه سوه کيلو واټه بريښنا دليږدونې په باره کې دخبرو له ناکاميدو وروسته نن په مظاهرو لاس پورې کړ.
دباختر آژانس دخبريالا نو دخبرله مخې : دکابل ښار واټونه او عمومي سړکونه نن دامنيتي تدبيرونو په خاطر د ټولو خلکو پرمخ تړلي دي او د دولت دکارکوونکو ،محصلانو ،دښوونځيو د زده کوونکو او کسبګرو په ګډون ټول خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
دباختر آژانس خبريالانو د روشنايي غورځنګ د مظاهرو په اړوند له يو شمير کابل ښاريانو سره مرکې کړې دي چې هغوى په دې اړوند داسې نظر څرګند کړى دى .
دافغانستان له اساسي قانون سره سم مظاهرې د ټولو هيوادوالو قانوني حق دى په مظاهرو کې بايد خلکو او  دولت ته زيان ونه رسيږي.
نن چې زياتره دولتي کارکوونکي خپلو دندو ته حاضر نه شول او محصلان او زده کوونکي دلارو او واټونو دتړلتيا په نسبت خپلو آزموينو ته نه دي ورغلي.
ناروغان او ناروغ لرونکي لالهانده شول لنډه دا چې د ټولنې ټول قشرونه ددغو مظاهرو له امله زيانمن شول دغه تاوانونه څوک جبيره کوي.
دکابل ښار يو ډوډۍ پخوونکى وايي نن مې لس منه اوړه لامده کړل خو يو من مې هم پاخه نه کړى شول ځکه لارې تړلې دي او څوک ډوډۍ نه شي پيرودلى دغه تاوان د روشنايي غورځنګ ورکوي او يا دولت.
ده زياته کړه څو تنه چې نسونه يې ماړه دي او له هرې خوا څخه ډالري مرستې ورته رسيږي څو تنه بيوزلي او اوزګار کسان تيرباسي او په ځان پسې يې راکاږي.چې خپل ستر هدفونه ترلاسه کړي .
احمد بيژند چې ځان په يوه اداره کې د دولت جګپوړى مامورمعرفي کوي وايي چې دغه مظاهرې په حکومت يو ډول سياسي فشار دى .
يو شمير کسان چې له حکومت څخه بهر دي له بيلابيلو لارو په حکومت اور اچوي چې له دې لارې خپلې ډوډۍ او نامه ته ورسيږي.
يو تن چې دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه د روشنايي غورځنګ غړى بولي او وايي د روشنايي غورځنګ دخلکو عالي شورا څو ورځې مخکې له سياسي نمايندګيو او بنسټونو سره په کتنو کې د پنځه سوه کيلو واټه بريښنا دليږدونې دتګلوري پرسر دخبرو دپيل لپاره خپله غوښتنه له حکومت سره طرحه کړه خو له بده مرغه دملي وحدت حکومت زموږ دغه غوښتنه ونه منله او په خپل پخواني دريځ ټينګار کوي او په دې ترتيب يې دخبرو دپيل دروازه وتړله او موږ له خپلو پخوانيو خبرو سره سم مليوني او نامحدودو مظاهرو ته مخه وکړه او دخپلې غوښتنې تر عملي کيدو پورې خپل دغه حرکت ته دوام ورکوو.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دوياند مرستيال شاحسين مرتضوي دباختر آژانس له خبريال سره په تيلفوني اړيکه کې وويل : پخواهم دبآميانو د بريښنا دتامينولو لپاره مظاهرې شوې وې حکومت ددغې طرحې دعملي کولو بودجه تصويب کړې ده او د باميانو ولايت ته دبريښنا رسولو کار يې په رسمي ډول پيل کړى دى .
ده زياته کړه چې د روان کال دليندۍ تر مياشتې پورې دباميانو په ولايت کې شلو زرو کورنيو ته بريښنا تامينيږي.
مرتضوي زياته کړه: دافغانستان مرکزي سيموته دبريښنا رسولو بهير مدني بنسټونه او دپارلمان استازي کولاى شي وڅاري .
په داسې حال کې چې مظاهره کوونکي دعدالت ، عدالت موږ انډوليزه پرمختيا غواړو دشعارونو په ورکولو سره له حکومت څخه غواړو چې دپنځه سوه کيلوواټه بريښنا دتګلوري په بدلون ټينګار ونه کړي .
دمظاهرو يو تن برخه وال وويل که چيرې دحکومت له خوا لازم ځواب ترلاسه نه کړو په تحصن لاس پورې کوو او دخپلو هيلو او غوښتنو تر پوره کيدو پورې تحصن ته دوام ورکوو.
ديادونې وړ ده له هغه وروسته چې حکومت د روان کال دثور په مياشت کې دپنځه سوه کيلو واټه بريښنا په نامه د ترکمنستان دوارداتي بريښنا دليږدونې تګلورى له باميانو څخه سالنګ ته بدل کړ د روشنايي غورځنګ په اعتراضونو لاس پورې کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته