خبرونهاقتصادټولنه

د شرکتونو د انتفاعي معاملاتو د مالياتي اظهارليک په اړه د مالیې وزارت خبرتيا

 کابل، د تلې ۱۰مه، باختر

د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د ماليه ورکوونکو د خدمتونو رياست، د شرکتونو ټولو مالکانو ته خبر ورکوي؛ دا چې د ۱۴۰۱ مالي کال دويمه ربع پای ته رسېدلې ده او د شرکتونو د انتفاعي معاملاتو د مالياتي اظهارليک د وړاندې کولو وخت رارسېدلی دی؛ نو د مالياتي قوانينو، طرزالعملونو او لارښودونو په پام کې نيولو سره، د خپلو شرکتونو د دويمې ربعې د انتفاعي معاملاتو د ماليې اظهارليک او مالياتي مکلفيتونه مو اړوندې مالياتي ادارې ته پر خپل وخت وړاندې کړئ او د اضافي مالياتو او جريمو مخه ونیسئ.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا