امنیت

دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو ملاتړ

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٤ :
دافغان امنيتي ځواکونو دملاتړ په خاطر پرون دحيرتانو په بندري ښارګوتي کې يوه غونډه جوړه شوې وه .
په دې غونډه کې ويناوالو  په دې ترڅ کې چې  دافغان پوځيانو ملاتړ وکړ  ژمنه يې وکړه چې په هر راز شرايطو کې ددغو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
دبلخ ولايت دحيرتانو دبندري ښارګوتي رئيس عبدالرووف اميري په دې غونډه کې  له طالبانوسره دمبارزې په لاره کې دافغان امنيتي ځواکونو دميړانې اوسرښندونوپه باب ويناوکړه او دغه ځواکونه يې دافغانستان رښتيني بچيان وبلل .
اميري چې پخوانى مجاهد دى  دجهاد اومقاومت دورو ته اشاره وکړه  او ويې ويل ؛ افغان پوځيان  دهېواد   ، خلکو او دافغانستان دپت ساتوونکي دي  چې په تيرو کلونو کې دغه کار مجاهدينو کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته