خبرونهفرهنګ

د شریعت ورځپاڼې سلمه ګڼه چاپ شوه

 کابل، د لړم ۱۹مه، باختر

د شريعت ورځپاڼې د دوهم پړاو لومړۍ کاليزه پوره او سلمه ګڼه یې چاپ شوه.

د شريعت ورځپاڼه د افغانستان اسلامي امارت مرکزي نشراتي ارګان دی، چې لومړی ځل د تېر امارت پر مهال په ۱۳۷۴ه ش کال د قوس مياشتې په ۲۷مه نېټه؛ د مولوي احمد جان تر مديريت لاندې تأسيس او فعاليت يې پيل کړ.

ياده ورځ پاڼه لومړی په اوونۍ کې يو ځل چاپېده، خو وروسته چې په ۱۳۷۵ه ش کال کې اسلامي امارت په کابل هم واکمن شو، نو د مولوي عبدالرحمان احمد هوتک په مسؤول مدیریت یې خپرونې پېل کړې، چې دا ځل په اونۍ کې درې ځلي خپرېده، خو محتوا یې د پخوا په څېر وه.

شریعت د اسلامي امارت تر وروستۍ ورځې په منظمه توګه له ۲ زرو تر ۳ زرو ګڼو په تېراژ کې د کابل په امارتي مطبعه کې چاپېده او د هېواد ښارونو سربېره تر پولې هاخوا پښتونخوا کې هم د لوستونکو تر لاسونو رسېده.

او دا دی، د اسلامي امارت په دويم ځل واکمنېدو سره یې بیا خپلې خپرونې پېل کړې، چې نن یې سلمه ګڼه لوستل کېږي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا