خبرونهټولنه

د باميانو د دولتي ادارو مسوولينو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل

 کابل/ د کب ١٩ مه / باختر

په بامیانو کې د دولتي ادارو مسوولینو د سیمه ییزو ارګانونو د چارواکو په مشرۍ         په یوه غونډه کې د ۱۴۰۰ کال د وروستيو شپږو میاشتو کاري رپوټونه وړاندې کړل.

د باخترآژانس د خبرله مخې: د رپوټ ورکولو په دې غونډه کې د حکومتولۍ، امنیت، روغتیا، پوهنې، کلیو پراختیا، کرنې، زیربنا، ټولنیز مصونيت او خصوصي سکتور په ګډون د دولتي ادارو او بنسټونو مسوولینو د١٤٠٠ کال د وروستيو شپږو میاشتو د فعالیتونو رپوټونه  وړاندې کړل.

په دې غونډه کې د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي وويل: د اسلامي امارت مجاهدین په دولتي ادارو کې له رييس څخه نیولې تر مامور پورې مسوول دي، باید د الله تعالی د رضا لپاره په صادقانه توګه خدمت وکړي، د شهیدانو د وینو او د هېوادوالو د ژوند، مال، عزت او ناموس ساتنه وکړي او له هر ډول خیانت او فساد څخه پاک وي.

د بامیانو والي ټینګار وکړ چې د بامیانو ولایت ټول دولتي بنسټونه باید په ګډه  کار وکړي او له یو بل سره همغږي شي، ځکه زموږ د ټولو هدف د خلکو خدمت او         د ښې حکومتولۍ جوړول دي.

\ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته