امنیت

نهه تنه وسله والو طالبان ووژل شول

کابل – باختر دلنډى لومړى
په قندهار ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو پرون کله چې دترورستي بريد دترسره کولو لپاره يې تيارى نيوه دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او  ووژل شول.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبرراکړ چې په دغو پوځي عملياتو کې په وژل شويو طالبانو کې د دوى قوماندان هم شامل دى .
ناټو تاييدوى چې په دغو وسله والو طالبانو ټيک مخکې له دې چې په قندهار کې په افغان پوځيانو او په بهرنيو ځواکونو ترورستي يرغل وکړي، بريد وشو.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو څوجنګي وسايل او په سلګونو کيلوګرام چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته