ورزش

دوزير اباد ټيم دبريښنا شرکت ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د مرغومي پنځلسمه :
په کابل کې دفوټبال  دبي ګروپ  سيالۍ پرون په دوو لوبو سره دوام وکړ .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دوزير اباد ټيم ديوې په وړاندې په دريو سره دبريښنا شرکت ټيم ته ماتې ورکړه او دپامير اوسباوون  ټيمونو لوبه ددو په وړاندې  په دوو سره برابره پاى ته ورسوله .
دقيومي  دڅرګندونوله مخې : په کابل کې دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ دديرشو ټيمونو په ګډون  په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته