سیاست

جمهور رييس غني د يوه جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ اروپا ته روان شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني نن سهار د يوه جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ د افغانستان لپاره د لندن په کنفرانس او د ناټو د غړو هيوادونو  د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د ګډون په مقصد اروپا ته روان شو.
ټاکل شوې ده د جمهور رييس او ملګرى هيئت يې نن د ناټو د سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د ګډون په مقصد د بلجيم پايتخت بروکسل ته ورسيږي او وينا وکړي.
جمهور رييس غني به سبا د سه شنبې په ورځ د يوه څلور ورځني سفر لپاره د بريتانيا پايتخت لندن ښارته روان شي او هلته به (د افغانستان لپاره د لندن د کنفرانس) تر عنوان لاندې نړيواله غونډه کې د ګډون او وينا په ترڅ کې، د بريتانيا له صدراعظم ديويدکامرون، د دغه هيواد له وليعهد شهزاده چارلز د او له افغانستان سره د نورو مرستندويو هيوادونو او سازمانونو له مقاماتو سره ليده کاته او خبرې اترې وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس سره په دغوسفرونوکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله، د سترې محکمې سرپرست عبدالرشيد راشد، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني ، د بهرنيو چارو ، ماليې او د ښځو د چارو د وزارتونو سرپرستان، د ملي شورا يو شمېر غړي او د جمهور رييس وياند نظيف الله سالارزى ملګرتيا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته