کابل / دسلواغې ١٩مه / باختر :
په ننګرهار کې ددرېو تروريستي ډلو په مرکزونو دپوځيانو په نويو بريدونوکې ٢١ ډار اچوونکي ووژل شول .
دغه ډار اچوونکي دجمعيت الحرار ، دپاکستاني طالبانو دتحريک ،او دطالبانو په تروريستي ډلو تړلې و چې تېره شپه په لعل پورې ولسوالۍ کې پرې بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دپوځيانو په دې بريدونوکې ددغودريوتروريستي ډلو دشپږو قومانانانو په ګډون ٢١ يرغلګر ووژل شول .
دطالبانو داستخباراتو مسوول په بلال مشهور بيت الله هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى.
درارسيدلو خبرونوله مخې ، دجمعيت الحرار ، دپاکستاني طالبانو دتحريک او دطالبانو دتروريستي ډلو قوماندانان دډار اچوونکو بريدونودترسره کولو په خاطر راټول شوي و .
دسېلاب قول اردو وايي چې په دې بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې دډار اچوونکو يوپټنځى او دوه مرکزونه له منځه وړل شوي دي .
تراوسه پورې دغو تروريستي ډلودوى ته دزيان داوښتو په باب څه نه ده ويلي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې دطالبانو دډلې يوسيمه ييز قوماندان له خپلو ٤ افرادو سره په ننګرهار کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
په دغو طالبانوتېره شپه دسره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريد وشو .
دننګرهار درسنيو دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره خبرورکړ چې دغه وسله وال طالبان په يوموټر کې سپاره و او نامعلوم ځاى ته روان و چې دهېواد دهوايي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو .
ختم_ ج _ اکرم