(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه(PS)ټکنالوژي

د شمال زون د څلورو ولایتونو په مرکزونو سربېره ۸ ولسوالیو کې مخابراتي آسانتیاوې برابرې شوې

کابل، د زمري ۲۱مه، باختر

په شمال کې د اترا ادارې مسوولین وايي، چې د بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپُل ولایتونو مرکزونو سربېره ۸ ولسوالیو کې مخابراتي شبکې وصل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په شمال زون کې د اترا ادارې آمر حافظ محمد ثابت نعماني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د تېرو دوو میاشتو په موده کې د یادو ولایتونو په شولګره، کلدار، چهاربولک، قوشتیپه، سوزمه قلعه، سنچارک، قیصار او خان چهار باغ ولسوالیو او د سرپل ، فاریاب، جوزجان، او بلخ ولایتونو اړوند مرکزونو او همدا راز ۲۴ کلیو کې د مخابراتو ټولې شبکې وصل او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

نعماني زیاته کړه، دغه اداره توانېدلی، چې په ښارونو کې د غیر قانوني سيم کارټونو د وېش مخه هم ونیسي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا