(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)(PS)ټولنه

د شمال زون په ۵ ولایتونو کې مخابراتي شبکو ۴۴ نوي انتنونه فعالېږي

کابل، د غبرګولي ٤مه، باختر

د بلخ سرپرست والي حاجي محمد یوسف وفا په لارښوونه د شمال زون په سمنګان، جوزجان، بلخ، سرپل او فاریاب ولایتونو کې مخابراتي شبکو ۴۴ نوي آنتنونه فعالېږي.

د شمال زون د اترا ادارې رئیس حافظ محمد ثابت نعمان په خبره د سرپرست والي له لوري ورته سپارښتنې شوې، ترڅو د شمال زون په پنځو ولایتونو کې هغه سیمې په نښه کړي، چې مخابراتي شبکو خدمتونه ورته نه دي رسېدلي.

نعمان زیاته کړه، چې تر دې دمه د جوزجان قوش تېپې او درزآب ولسوالیو کې ٣ انتنونه فعال کړي او په راتلوونکو دوو میاشتو کې به د یادو ۵ ولایتونو ټولو هغو سیمو کې ۴۱ نور آنتنونه نصب کړي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا