-کابل باختر دوږي شپاړلسمه :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبانو نن په کابل کې دعملياتو په ترسره کولو سره يوه درې کسيزه انسان تښتوونکى شبکه ونيوله .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ. دغې شبکې يو پنځه کلن ماشوم دکابل ولايت دبګراميو ولسوالۍ له مربوطاتو څخه تښتولى و چې دکابل ښار په مربوطاتو کې ونيول شوه .
نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى چې پنځه کلن ماشوم حکمت الله يې له کورنۍ څخه يې دپيسو دترلاسه کولو په موخه دکابل ولايت دبګراميو ولسوالۍ له مربوطاتو څخه تښتولي و او دپټولو لپاره يې هغه دهېواد يوه ولايت ته ليږدولى و چې دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبانو د هڅو او هاند له امله دتښتول شوي ماشوم پټنځي تثبيت او دعملياتوپه بهير کې دتښتوونکو له منګولو څخه ازاد اوکورنۍ ته يې وسپارل شو .
دحکمت الله کورنۍ دخپل ماشوم دبيا ترلاسه کولو په خاطر دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبانو دهڅو او هاند د ستاينې په ترڅ کې له عدلي او قضايي مراجعو څخه غواړي چې انسان تښتوونکو ته لکه څنګه چې لازمه ده سزا ورکړي .
1 1 دقیقه لوستل