امنیت

دهيواد پرختيځ پا کستا نى را کټي بريدو نه دوام لري

کونړباخترد زمري ٢٢

د هيواد په ځينو ختيځو سيمو کې د پا کستاني پوځيانو راکټي بريدو نه دوام لري

باختر اژانس ته  په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې تيره شپه او نن سهار هم د کونړ او نورستان ولايتونو ځينې سيمې دپاکستا نى پوځيانو له خوا دلسګو نو توغنديو د توغولو ډګر دى خو سيمه ييز مقا ما ت وايي چې دغو بريدو نو دسر زيان نه درلود

 دسيمې اوسيدونکى وايي چې دغه توغندي د نورستان د کامديش اود کونړ ددانګام ولسواليو په سرحدى سيمو لګيدلى دي

ددانګام ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى نورګل وايي چې ددغو بريدونو له ا مله څوغوايان او پسونه له منځه تللى او درې کورونه يو څه زيانمن شوي دي

 په همدې حال کې د کو نړ والى فضل الله وا حدى له باخترا ژانس سره په تيلفوني اړيکه کې ددانګام پرولسوالۍ دپاکستانى پوځيانو راکټي بريدو نه تاييد کړل او ويې ويل چې ددغو بريدو نو  له ا مله چاته زيان نه دى او ښتى

دده دڅرګندونو له مخې، تيره شپه اونن سهار پردا نګام ولسوالۍ د پاکستانى پوځيا نو له خوا څه نا څه پنځه شپيته تو غندي توغول شوي دي.

له بلى خوا د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى وايي چې دپا کستا نى پوځيا نو د تير ي شپې دراکټي بريدونو  له ا مله يوه ښځه ټپي شوې ده خو د نورستان ولايت دپوليسو مسوول غلام الله نورستانى ددغه ولايت پرځينو سرحدى سيمو د پا کستانى پوځيانو راکټي بريدونه تاييد کړل خو وايي چې د تيري شپې او نن ورځې په بريدونو کې چاته زيان نه دى او ښتى

د تر لاسه شويو شميرنو له مخې دروان کال له پيل څخه تر او سه پورې پا کستانى پوځيا نو د کونړ او نور ستان د ولايتو نو پرځينو سيمو درې زره پنځه سوه تو غندي تو غولى دي چې له ا مله يې پنځوسو تنو ته مرګ ژو بله او ښتې ده

ويل کيږي چې ددغو را کټي بريدو نو له ا مله په لسګو نو څاروي له منځه تللى اونږدي سل کورو نه ويجاړ شوي دي

 دافغا نستان پرختيځ د پا کستانى پوځيانو راکټي بريدو نه تراوسه پورې دپارلمان اوخلکو له تندو غبرګو نو نو سره مخامخ شوي دي ، خو په پاى کې دغه بريدو نه دپخوا په شان دوام لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته