امنیت

په دايکنډي کې د يوې نجلۍ د پلورنې مخه ونيول شوه

۲۳- کابل / باختر/ د کب دمیاشتې ۱۹مه
د دايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې پرون د يوې ۱۰ کلنې نجلۍ د پلورنې مخه ونيول شوه.
د باختر آژانس دخبرله مخې: څلورو تنو په دايکنډي ولايت کې د يوې لس کلنې نجلۍ د پلورنې نيت درلود.
د ميرامور ولسوال وايي چې د دايکنډي ولايت د ميرامور ولسوالۍ د اشتو کلي اوسيدونکې ريزه ګلې په نامه يوه کوچنۍ نجلۍ ده چې  کورنۍ يې د ۲۴۰ زرو افغانيو په بدل کې د هغې د پلورنې نيت درلود، مخه ونيوله او څلور تنه يې د دغې قضيې په تور ونيول.
د دايکنډي ولايت د ښځو چارو رئيسې دغه پېښه تائيد کړه او ويې ويل چې د دغې موضوع په باب تحقيقات دوام لري.
پاى م ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته