اقتصاد

دڅلورو پروژو کارپيل شو

کابلباختردميزان ٩
دسړک جوړولو د دريو پروژو او د يوښوونځي د ودانۍ دجوړولو کار نن په  جوزجان ولايت کې پيل شو
دجوزجان د والي ويندوى  باختراژانس ته وويل :  چې په دغو پروژو کې له عمومي واټ څخه د خانقا ولسوالۍ  ترمرکزپورې د درې  نيم کيلو مترو  په اوږدوالي دسړک قيرکول ، دخانقا له ولسوالۍ څخه دآقچې  ولسوالۍ ترمر کزپورې  دنهو کيلو مترو په اوږدوالي په سړک باندې دکريړ اچول  او دينګي قلعه له کلي څخه ددغې ولسوالىۍ تر بابه کول سيمې پورې  په څلورنيم کيلومتره سړک باندې دکريړ اچول شامل دي .
دغه راز له نشه يې توکو سره د مبارزې  د وزارت په مرسته دنولسو مليونو افغانيو په لګښت ددغې ولسوالۍ دکټه شاخ دکلې دهلکانو د ښوونځي د ودانۍ دجوړولو کار هم پيل شوى دى .
دياد ونې  وړده د دغودريو سړکونو دقيرکولواود کريړ اچولو پروژې دسويډن په مرسته په نهو مياشتو کې بشپړيږي
ددغو پروژو دکار دپرا نستلو په غونډه کې دجوزجان والي ،امنيه قوماندان دولايتي شورا رييس ، دپوهني رييس او د دولتي ادارو يوشمير رييسانو ګډون کړي وو.
په پاى  کې  ددغه ولايت داقتصاد درياست له خوا په دغو پروژو کې  په موظفو انجنيرانو باندې  ستاين ليکو نه وويشل شول  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته