امنیت

لس وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

 کابل/باختر/ د وږي ١٩مه
د کومانډوځواکونو ١٠ وسله وال طالبان تېره شپه په روزګان کې ووژل.
د خاصو عملیاتو قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د کومانډويانو په عملیاتوکې د دغه ولایت په مرکز پورې اړوند ملازي او سرخم کلیوکې ووژل شول.
نورستاني زیاته کړه چې په عملیاتوکې ۵ نور وسله وال طالبان ټپیان شول. دغه راز د دښمن پنځه ماینونه، ١١٥کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، ۴ تونلونه او درې کلک سنګرونه کشف او وچول شول.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته