امنیت

د شهيدانو له کورنيو او ټپيانو سره مرسته وشوه

کابل باختر د لړم  يوولسمه :
په کونړ ولايت کې د ځانمرګو بريدونو او د وروستيو جګړو د شهيدانو له کورنيو او ټپيانو سره نغدې مرسته وشوه .
  دغه مرستې د هېواد د جمهور رييس د حکم  له مخې د دولت د رياست له خوا د جګړه د شهيدانو له کورنيواو ټپيانو سره شوې دي .
د کونړ والي وحيد الله کليمزي باختر آژانس ته وويل: دغه مرستې د شپاړلسو شهيدانو له کورنيو او په شلو تنو ټپيانو وويشلې شوې .
هغه کورنۍ چې له دغو مرستو څخه يې ګټه اخستې ده؛ له دولت څخه قدرداني وکړه او دغه اقدام يې ګټور وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته