ورزش

دهېواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم داماراتو له ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختردلړم يوويشتمه :
دهېواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم  بل سبا  دعربي متحده اماراتو دکرکټ  له ملي ټيم سره لوبه کوي .
  دهېواد دکرکټ بورد وياند  فريد هوټک باختراژانس ته وويل  سره له دې چې  دافغانستان دکرکټ ملي ټيم پرون  له سريلانکا سره لوبه  ديو شپيتو امتيازونو په توپير سره بايلوله  خو هيله کيږي  چې دغه ټيم ښه وځليږي .
  دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ داتلوالى سيالۍ دماليزيا په پايتخت کوالالمپور کې دوام لري .
دهېواد دکرکټ ملي ټيم  ددغوسياليو په لومړى لوبه کې دپاکستان ملي ټيم ته ماتې ورکړه .
ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته