
کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د شهيد اميرالمومنين ملا اخترمحمد منصور (تقبله الله) د شهادت د ۷ کال په مناسبت يادغونډه نن د ملي راډيو ټلويزيون د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په ياده غونډه کې وويل چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د چار پر ضد وکاروي.
حنفي زياته کړه، چې که نړيوال په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو ريښتینی حل غواړي، نو له اسلامي امارت سره دې د لویو پراختیايي پروژو په پلي کېدو کې مرسته وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په ياده نمانځغونډه کې وويل چې شهيد ملا اخترمحمد منصور په ډېرو سختو شرایطو کې د اسلامي امارت د رهبري چارې په غاړه واخیستې او په پوره تدبیر سره يې د اسلامي امارت د صف یووالی وساته.
متقي زياته کړه، چې شهيد ملا اخترمحمد منصور د اشغالګرو په وړاندې د وسله والې مبارزې د جاري ساتلو ترڅنګ په اقتصادي او د مجاهدینو د اکمالاتو په برخه کې هم د پام وړ کارونه ترسره کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وويل چې شهيد ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د یوه قوي سیاسي ادرس درلودلو په موخه په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په پرانیستلو کې د پام وړ رول ولوباوه.
په ورته وخت کې د ملي پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وويل چې شهید ملا اختر محمد منصور په داسې حال کې د زعامت چارې پر غاړه واخیستې، چې د اسلامي امارت ټول مخالفین د دغه تحریک ټوټه ټوټه کېدو ته په تمه وو.
نوموړي زياته کړه، چې د اسلامي امارت د صفونو واحد ساتلو، کورنۍ جګړې مخنیوي او د داعش ځپلو په برخه کې د شهيد ملا اختر محمد منصور کارنامې نه هېرېدونکې دي.
په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وويل چې شهيد ملا اختر محمد منصور خپل ځان له اشغالګرو څخه د هېواد د خپلواکۍ په لار کې قربان کړ.
ضعیف زياته کړه، چې شهيد ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت اوسنیو چارواکو ته د شهيدانو د وینو، کونډو او یتیمانو په وړاندې یو لوی مسولیت شاته پراېښی، چې څنګه دا ستر ویاړ وساتي او دغه سترې قربانۍ له یاده ونه باسي.
د نوموړي په وینا دلته په نړیواله کچه داسې دسیسې او هڅې روانې وې، چې څنګه د اسلامي امارت په صفوفو کې درز پیدا او یووالی يې له منځه یوسې، خو شهيد ملا اختر محمد منصور په خپل سیاسي تدبیر سره یادې دسیسې شنډې کړې.
هغه همدارنګه وويل چې ملت جوړونه او خلک د ځان کول د نظام د پایښت، او ارضي تمامیت څخه د دفاع لپاره ډېر مهم دي او اسلامي امارت باید په دې تړاو کوټلي ګامونه واخلي.
د يادونې وړ ده، چې شهيد ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د زعیم او بنسټ ایښودونکي ارواښاد اميرالمومنين ملا محمد عمر مجاهد تر وفات وروسته د اميرالمومنين په توګه وټاکل شو او د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي د مياشتې په لومړۍ نېټه د امريکا د بې پیلوټه الوتکې د بريد په پايله کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
افغانمل