
کابل باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :
د شهيد د اوونۍ او د هېواد د ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود تلين د هرات د انصار زون په قوماندانۍ کې درناوى وشو.
د ٦٠٦ انصار زون قوماندان پاسوال محمد جمعه عديل د شهيدانو پاک روح ته د دعا کولو په ترڅ کې د شهيدانو د لوړ مقام په باب خبرې وکړې او ويې ويل: امنيتي او دفاعي ځواکونه د امنيت د تامينولو، دملي نواميسو، ځمکنې بشپړتيا او د اسلامي نظام د ارزښتونو د دفاع په لاره کې له هيڅ راز سرښندونو څخه ډډه نه کوي .
په دغو مراسموکې چې يوشمېر مطرح شخصيتونو او امنيتي او دفاعي ځواکونو ګډون کړى و، د هېواد د بشپړ امنيت د تامينولو ډاډ يې ورکړ.
ويناوالو له پخواني شوروي اتحاد او ډار اچوونکو سره د مبارزي په لاره کې د شهيدانو او په تېره بيا د هېواد د ملي اتل د رول يادونه وکړه.
پاى ج ذ