امنیت

دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ د صاعقه عملياتو په بهير کې ٣٣ ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍپه عملياتو کې د ٣٣ ماينونو دکشفولو خبر ورکړ.
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې په حصارک ولسوالۍ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلي لوا په مشرۍ دامنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په دوام چې دوسله والو مخالفينو دبشپړ له منځه وړلو په مقصد ترسره شول له امله يې ٣٣ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
٢٤ ډول ډول سرګلولې او دغه راز د بې پس لګد توپ درې ګولۍ په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته