روغتیا

دبغلان دروږدو کسانو ددرملنې دروغتون ستونزې څيړل کيږي

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٣نيټه :
د هېواد دشمال ختيځ  زون دمعلولينو او روږدو کسانو دکميسيون  دبرخې مسوول مخدوم برهان وايي  په بغلان ولايت کې دروږدو کسانو دروغتون دروغتيايي خدمتونو وړاندې کول په غيرمعياري ډول ترسره کيږي
.برهان دباخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل  دهغې څيړنې له مخې  چې په بغلان ولايت کې دروږدو کسانو ددرملنې له ٣٠ بستريز روغتون څخه ترسره شوي دي  په دغه روغتون کې  دروږدو کسانو درملنه دروغتيايي  اوصول او موازينو پرخلاف ترسره کيږي او دغه ستونزه بايد دبدلونونو په رامنځته کولو سره لرې شي .
په بغلان ولايت کې دروږدو کسانوددرملنې دروغتون مسوول ډاکتررحم خدا نوري  وويل ؛  دنورو ستونزو ترڅنګ ددغه روغتون ډاکترانو او کارکوونکو   له دريو مياشتو راپه دې خوا خپل معاشونه  نه دي اخيستي اوپه دې برخه کې  دمقاماتو دپاملرنې غوښتنه وکړه .
دبغلان ولايت  دعامې روغتيا درياست مرستيال ډاکترعبدالعليم  دروږدو کسانو ددرملنې  دستونزو  په تاييدولوسره   دهغه اصلي علت دمالي امکاناتو نشتوالى وباله اوډاډ يې ورکړ چې په نږدې راتلوونکي کې دستونزو دله منځه وړلو او ددغه  روغتون دډاکترانو او کارکوونکو دمعاشونو  دورکولو په لاره کې  لازم اقدامات ترسره کيږي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته