کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
د وسله والومخالفينو په يوه ډيپوکې نن يوه اندازه وسلې ضبطې او يو تن مشکوک ونيول شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د لوګر ولايت امنيتي ځواکونو د طالبانو له شتون څخه د بابوس د کلي د پاکولو په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د دولت د وسله والو مخالفينو له په يوه ډيپوکې يوه پيکا، يو توغندى ويشتوونکى، څلورکلاشينکوفونه، د پنځه اويا ملي متر توب شپږ ګولۍ او د دوه اتيا ملي متري توب نهه ګولۍ، د هاوان درې ماينونه، پنځه لاسي بمونه او د ټانک درې سرګلولې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي او يو تن مشکوک هم نيول شوى دى .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې: د هاوان په نامه يو تن چې په برکي برک ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريدونوکول؛ له يوې تومانچې سره نيول شوى او پيښه تر څيړنې لاندې ده.
0 1 دقیقه لوستل