سیاست

په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي خاص استازي دجمهور رييس له مرستيال سره وکتل .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
دجمهوري رياست  دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش  نن په افغانستان کې دملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي  له ځانګړي استازي  تداميچي يماماتو سره  وکتل او دبروکسل   په کنفرانس کې دافغانستان  او دنړيوالې ټولنې   دمتقابلو  ژمنو ، دانتخاباتو دترسره کولو او دښې حکومتوالۍ په ګډون دموضوعګانو په باب  يې خبرې وکړې .
   دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې په افغانستان کې  دملګرملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي په بيلابيلو  برخوکې دملي وحدت دحکومت دهڅو او هاندله امله دخوښئ دڅرګندولو په ترڅ کې  ، دانتخاباتي  کميسيونونو  دکميشنرانو  ټاکنه يې دانتخاباتو دترسره کولوپه لور  يو ګام وباله او ددغو هڅو  په ګټور کولو کې يې دجمهور رييس دمرستيال درول له امله  قدرداني وکړه .
ده دانتخاباتو دترسره کولو په برخه کې په عملي اقداماتو باندې د ټينګار په ترڅ کې په دې برخه کې دنړيوالې ټولنې او په تيره بيا دملګروملتو دسازمان همکارى ډاډ ورکړ او ويې ويل  چې دافغانستان نړيوال همکاران به دپخوا په شان دافغانستان ددولت او ددغه  هېواد دخلکو تر څنګ  ولاړ وي .
يماماتو دبروکسل  په کنفرانس کې دنړيوالې ټولنې او دافغانستان دحکومت دمتقابلو ژمنو په عملي کولو باندې هم تينګار وکړ او داسيا دزړه دغونډې نتيجې يې چې په دې رووستيو  وختو کې په هندوستان کې  جوړه شوه هم ګټورې وبللې .
په دې کتنه کې دغه راز دجمهور رييس مرستيال په دې ترڅ کې چې دخبرو وړ مسئلو په باره کې  خپلې نظريې  طرحه کړې دبروکسل  کنفرانس په اړوند  وويل چې په دې برخه کې به دنړيوالې ټولنې  او دافغانستان ددولت دمتقابلو ژمنو  دعملي کولو  په لاره کې دمهمو پرمختګونو  شاهدان واوسو .
دجمهور رييس مرستيال دانتخاباتو دترسره کولو په برخه کې  هم دانتخاباتي  کميسيونونو په استقلاليت  او دهغوى په کاري چارو کې  په نه لاسوهنې  باندې په ټينګار سره  څرګنده کړه چې دافغانستان  حکومت په راروان کال  کې دانتخاباتو په ترسره کولو هوډمن دى .
ده دانتخاباتي  کميسيونونو داجرايي مسوولانو ټاکنه ،دراى اخستني دحوزو ټاکنه ،  دراي ورکوونکو دلستونو او دانتخاباتي  تقويم وړاندې کول دانتخاباتو  دکميسيون اساسي لومړيتوبونه وبلل او هيله يې وکړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه لومړيتوبونه وڅيړل شي .
قانونپوه دانش دښې حکومتوالۍ  دتامينولو په باب دملي وحدت د حکومت داقداماتو  په برخه کې  هم وويل چې په دې اړوند لازم تدبيرونه نيول شوي دي چې هېوادوالو ته دخدمتونو د وړاندې کولو بهير له زيات  اغيزمنتوب او رونتيا  سره يوځاى وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته