امنیت

په تخارکې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

تالقان/باختر د تلې پنځمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په تخار ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست سيد جهانګير کرامت د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو د ډله ييزو بريدونوکې ووژل شول .
ده څرګنده کړه چې د وسله والو طالبانو د ډلې سرګروپ ملا اختر هم په وژل  شويو کسانوکې شامل دى.
کرامت دغه راز وويل چې په دې نښته کې پنځه تنه نور طالبان ټپيان شوي دي.   ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته